Добавить новость

بقايي؛ امریکا باید روښانه کړي چې له ایرانه کوم بندیزونه لیرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، تراوسه د داسې څه شاهد نه دی چې د امریکا موقف دې پر ایران د بندیزونو په اړه بدل شوی وي. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې بقایي نن دوشنبه ویلي، " دا باید روښانه وي چې امریکا له ایرانه کوم ډول بندیزونه لیرې کوي څو د تیر وخت تجربې تکرار نشي". پرون یکشنبې وال سټریت ژورنال د سپینې ماڼې د ویاندې کارولین لویت په حواله ویلي و، " سپینې ماڼې تیره اونې د امریکا د ملي امنیت له شورا، د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو څخه په یو لیک کې د ټولو هغوو فعالیتونو د دریدو غوښتنه کړې وه چې د ایران پر ضد دي".
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта