Добавить новость

روسیې د طالبانو د سفیر نوماندي منلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې په رسمي ډول په مسکو کې د دوی د نوي سفیر نوماندي منلې ده. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په دې اړه یو یادښت وسپاره. دا روښانه نه ده چې څوک به په روسیه کې د طالبانو د سفیر په توګه وټاکل شي. که څه هم روسیه د طالبانو له رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو لا تر اوسه یې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په رسمیت نه دی پیژندلی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта