د طالبانو حکومت په اسلام اباد کې د شارژدافېیر رتبه د سفير کچې ته د لوړولو اعلان کړی دی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی دی چې په اسلام اباد کې به د شارژدافېیر (ناظم الامور يا چارسنبالي) رتبه د سفير کچې ته لوړوي.د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مې پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه تر هغه څو ساعته وروسته دا اعلان وکړ چې د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار وويل چې په افغانستان کې به د طالبانو له حکومت سره د سفارتي اړيکو کچه د سفير رتبې ته لوړوي.
نوموړي د مې پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه ليکلي ول چې د روان ۲۰۲۵ز کال د اپرېل پر ۱۹مه يې له پاکستاني پلاوي سره کابل ته "خورا ګټور"...