امریکا له ایران سره د احتمالي اټومي موافقې طرحه تهران ته سپارلې، تهران غور پرې کوي سپینه ماڼۍ وایي، که تهران د اټومي موافقې په اړه د دوی وړاندیز ومني، د هغه هېواد په ګټه یو ګام دی. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت د شنبې په ماښام ویلي چې د منځني ختیځ لپاره د دوی استازي سټیف ویتکاف ایران ته د دې په ټکو کره او د منلو وړ وړاندیز لیږلی دی. هغې د دغه وړاندیز جزیات روښانه نه کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې دغه وړاندیز یې ترلاسه کړی دی. عباس عراقچي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د دغه وړاندیز طرحه د هغه عماني سیال تهران ته ور رسولې ده. عراقچي هم د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دوی به مناسب ځواب ورکړي. Читать полностью...
Илана Юрьева рассказала о конфликте в «Уральских пельменях» из-за Михалковой: «Юле это не понравилось»
Добрые дела на высоте 10000 метров: Леонид Агутин и звёзды устроили благотворительный концерт над облаками