روسیه کې د ریل د چپه کېدو پیښه کې ۷ تنه مړه شوي په روسیه کې لږ تر لږه ۷ تنه مسافر هغه مهال مړه شول چې د دوی د سپرلۍ ریلګاډی له خپلې لیکې څخه ووت. پیښه پرون شنبه " د جوزا لسمه" په بریانسک سیمه کې شوې چې چارواکو یې لامل په ترانسپورتي چارو کې " غیر قانوني لاسوهنه" بللې، خو جزیات یې نه دي ورکړي. د بریانسک والي الکساندر بوګوماز ویلي، ۳۳ تنه نور په دې پیښه کې ټپيان شوي دي. دا ترین له مسکو څخه شپږ سوه کیلو متره لرې کلیموف سیمې ته روان و. Читать полностью...