هند تایید کړه چې افغانانو ته یې د وېزو ورکړه بیا پیل کړې د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ تایید کړه چې دغه هیواد شاوخوا څلور کاله وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړه بیا پیل کړې ده. د هند د باندنیو چارو وزارت پرون (جمعه) وویل چې د نوي معرفي شوي سیستم له مخې به، په شپږو کټګوریو کې وېزې ورکړل شي. د پخواني پروګرام ځای، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته معرفي شوی و، د وېزې یوه نوي ماډل نیولی دی. په نوي ماډل کې طبي، تحصیلي، سوداګري، او دیپلوماتیکې ویزې شاملې دي. تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې هند د افغانانو لپاره د وېزو د ورکولو... Читать полностью...