د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار اعلان کړی دی چې په افغانستان کې به د طالبانو له حکومت سره د سفارتي اړيکو کچه د سفير رتبې ته لوړوي.نوموړي د مې پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د اپرېل پر ۱۹مه يې له پاکستاني پلاوي سره کابل ته "خورا ګټور" سفر کړی وو او د هغه په وينا، تر هغه سفر وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې پر "مثبت لوري" روانې دي.
نوموړي زياته کړې ده: "د همهغه حرکت پر ځای ساتلو لپاره، زه په خوشحالۍ سره د پاکستان د حکومت د پرېکړې اعلان کوم چې په کابل...