د امریکا یوې محکمې د تعروفو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړې رد کړې
په امریکا کې د تجارتي چارو یوې محکمې په یوه حکم کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د «د ازادۍ د ورځې» پر مهال اعلان شوې تعرفې لغوه اعلان کړې او ویې ویل چې ټرمپ پر وارداتو د پراخو تعرفو په لګولو سره، له خپل واک څخه تېری کړی دی.
د نړیوالې تجارتي محکمې درې قاضیانو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) وویل چې د امریکا اساسي قانون یوازې کانګرس ته دا ځانګړی صلاحیت ورکړی چې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ مقررات تنظیم کړي، او د ولسمشر اضطراري واکونه د دې اساسي صلاحیتونو پر وړاندې برتري نه لري.
په دایمي حکم کې راغلي دي...