په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي. هغه وزارت د مې پر ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې يوه ورځ مخکې ستنو شويو کډوالو کې ۱۰۳ له پاکستانه او پاتې له ايرانه ورغلې دي. د خبرپاڼې ترمخه، هغو کورنيوو سره ابتدايي مرستې شوې، ځینې يې خپلو سیمو او ځينې یې جوړو لنډمهاله کمپونو ته لېږدول شوې دي. ملګرو ملتونو په هرات، کندهار، نيمروز او ننګرهار کې د تازه ورستنو شويو کډوالو لپاره مرکزونه جوړ کړي چې پکې دوايانې او خوراکي مواد ویشي. Читать полностью...
Коллективы филиала «Северный» компании «ЛокоТех-Сервис» отметили День России спортивными достижениями и интеллектуальным квизом
Ксения Собчак, Константин Богомолов, Николай Цискаридзе и другие гости премьеры спектакля Фанни Ардан «Жажда страсти»
В Московской области завершился первый этап кинофестиваля «Движение по вертикали», посвященный памяти Станислава Говорухина