د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دوبۍ کې د طالبانو د حکومت د قونسل باورلیک منلی د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دفتر مسوول په دوبۍ کې د طالبانو د سرقونسل عبدالرحمان فدا باورلیک منلی دی. یاد وزارت دا خبره د مې په ۲۷مه، سېشنبه کړې ده او ویلي یې دي چې عبدالرحمان فدا د افغانستان لپاره د طالبانو د قونسلګرۍ د سرقونسل په توګه د دوبۍ او شمالي اماراتو لپاره د اعتبارنامه سپارلې ده. شاوخوا څلور کاله کېږي چې طالبان په افغانستان واک ته رسېدلي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. سره له دې، یو شمېر ګاونډي او سیمهییز... Читать полностью...