طالبانو په غزني کې د خوشحال راډیو مدیر مسؤول په بند محکوم کړ په غزني کې د «خوشحال» رادیو مسؤول مدیر سلیمان راحل د دې ولایت ابتدائیه محکمې په درې میاشتې بند محکوم کړ. د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د چارشنبې په ورځ دغه پرېکړه غیرعادلانه بللې او غندلې یې ده. یوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د غزني ښار ابتدائیه محکمې په یوه غیرعلني غونډه کې چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه ترسره شوه، سلیمان راحل د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په درې میاشتې بند محکوم کړ. د سرچینې په وینا، په دې حکم کې د هغه د تېر شوي بند موده هم شامله ده. Читать полностью...
Музыка на высоте: Леонид Агутин и Socrat & Lera устроили благотворительный концерт на борту самолета по пути в Сочи