د امریکا ولسمشر وايي، اوس پر ایران د برید لپاره مناسب وخت نه دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تېره اوونۍ یې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته په ټیلیفوني خبرو کې په زغرده وویل چې په اوسني وضعیت کې پر ایران برید مناسب اقدام نه دی.
ټرمپ په عین حال کې وویل چې نتانیاهو ته یې خبرداری نه دی ورکړی، بلکې له خپل دریځه یې نوموړی خبر کړی دی.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل
چې ده نتانیاهو ته وویل فکر نه کوي چې دا دې مناسب وخت وي. ځکه چې دا مهال امریکا له ایرانیانو سره په خبرو بوخته ده، او خبرې تر دې دمه ډېرې ښې روانې دي.