ایران تر ۴ میلیونو ډېرو افغانانو ته له خپلې خاورې د وتلو امر کړی
ایران څه باندې څلور میلیونو اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ته امر کړی چې د جولای تر ۶مې (چنګاښ ۱۵مه) پورې له دغه هېواده ووځي.
ایراني چارواکو اعلان کړی چې افغان مهاجرو ته د احصایې د ادارې له لوري ورکړل شوي اسناد نور اعتبار نه لري، او اوس له اسناد نه لرونکو مهاجرو غوښتنه شوې چې له ټاکل شوې نېټې مخکې له ایرانه ووځي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي، ویلي چې د احصایې اسناد لرونکي کسان نور غیرقانوني مهاجر ګڼل کېږي. هغه ټینګار وکړ چې یوازې شپږ ځانګړي...