د پاکستان له زندانونو ۲۸۲ افغان بنديان خوشې شول
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په تېرو دريوو ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۸۲ افغان بنديان خوشې شوي دي.په کابل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مې پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ۵۲ بندیان د مې پر ۲۵مه او ۲۳۰ بندیان تر هغې يوه ورځ مخکې خوشې او افغانستان ته رسېدلي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې هغه بنديان کډوال وو چې د قانوني اسنادو سربیره هم د پاکستان پولیسو نيولي او يو يا دوه ورځې یې په بند کې ساتلي وو.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو...