په غزې تړانګه کې د اسراییل په حمله کې لږترلږه ۴۶ تنه وژل شوي دي د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي پنځمه) د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي، چې ۳۳ تنه یې په یوه ښوونځي کې وژل شوي چې د خلکو د پناه ځای په توګه ورڅخه کار اخیست. د اسراییل پوځ ویلي چې هغه کسان یې په نښه کړي چې له دغه ښوونځي څخه یې عملیات کول. د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت د عاجلو خدماتو مشر فهمي عوض، وویل چې د غزې ښار د دراج په سیمه کې پر ښوونځي برید لږ تر لږه ۵۵ تنه ټپیان کړي. هغه زیاته کړه چې د دې پېښې په وژل شویو کسانو کې یو پلار او پنځه ماشومان یې هم شامل دي. Читать полностью...
Пегас запускает ежедневные рейсы в Анталию из нового аэропорта в Москве и начинает раздавать бесплатную парковку