د خیبر پښتونخوا حکومت په کاټلنګ کې د ډرون برید قربانيانو ته پيسې ورکړې دي
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي پر هغو کورنيو یې پيسې وویشلې چې د مارچ پر ۲۸مه، د مردان په کاټلنګ کې د پاکستاني پوځ په ډرون برید کې یې غړي وژل شوي وو.د خیبرپښتونخوا صوبايي وزير ډاکټر امجد علي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د مې په ۲۴مه یې، د هر يو وژل شوي کس کورنۍ ته پنځوس لاکه روپۍ ورکړي. د هغه په وينا د ګوجر قام سره تعلق لرونکيو ۹ کسانو په وژل کېدو خواشينی دی.
نوموړي د پیسو د چيکونو د ويشلو په وخت هغو خلکو ته د وينا په وخت وويل: "له یوې خوا ریاستي ادارو تاسو ووژلئ او بلې خوا یې پر تاسو تور پورې کړ چې ترهګر یاست.