د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د څلورو هېوادونو د سفر په ترڅ کې ترکیې ته تللی
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې په ۲۵مه، ترکیې ته تللی او له هغه ځايه به وروسته ايران، اذربایجان او تاجکستان ته ځي. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې وزيراعظم به د هغو هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمه ییزو او نړیوال اهمیت لرونکو ټولو مسايلو په اړه هر اړخیز بحثونه او خبرې اترې کوي. دا پينځه ورځنی سفر دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وزيراعظم به د هغو ملګرو هیوادونو هم مننه وکړي چې له هند سره یې د وروستي کړکیچ په وخت د پاکستاني دریځ ملاتړ کاوه. په همدې حال کې د هند...