په بلوچستان کې يو خبریال وژل شوی دی
د بلوچستان په اواران کې يو ځايي خبریال عبدالطیف بلوچ په خپل کور کې وژل شوی دی.ډېلي انتخاب ورځپاڼې د مې په ۲۴مه خبر ورکړی چې بلوچ د دوی خبریال وو. د ورځپاڼې په وينا وسله وال سهار وختي د اواران په مشکۍ کې د هغه کور ته ورغلي او نوموړی یې داسې مهال وژلی چې هغه ويده وو. ورځپاڼې پر چارواکو غږ کړی چې خبریالانو ته دې خوندي چاپيريال برابر او د بلوچ قاتلين دې ونیسي.
د بلوڅانو د حقونو لپاره کار کوونکې، بلوچ يکجهتي کمېټې په يوه خبرپاڼه کې دعوه کړې چې عبدالطیف بلوچ د پاکستاني ریاست سره تړلو وسله والو په نښه کړی او وژلی دی.