ایران میشتي افغانان: په ایران کې د افغانانو لپاره قونسلي خدمتونه درول شوي دي
د ایران په اصفهان ښار کې مېشت یو افغان کډوال چې خپل او د وروڼو د پاسپورتونو د تمدید لپاره تهران کې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت ته ورغلی او له ورپېښو شویو ستونزو شکایت کوي، ازادي راډیو ته وویل:
"له اصفهانه تر تهرانه مو ۸۰۰ کلیومټره مزل وکړ او ۴میلیونه تومانه لګښت چې افغان سفارت ته راغلو، اته ساعته دلته په پښو ولاړ وو اخر مو هم کار ونه شو."
ده د نوم نه ویلو په شرط ازادي راډیوسره خبرو کې زیاته کړه:
"دلته یو حال دی چې ټول افغانان ښځې، ځوانان، سپین ږیري در په دره د خپلو هویتي اسنادو تذکرو،...