د اوکراین ولسمشر: پر اوکراین د روسیې تر وروستیو بریدونو وروسته "د امریکا چوپتیا" پوتین هڅوي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د روسیې تر یوه بل لوی هوايي برید وروسته د ده په خبره "د امریکا چوپتیا" غندلې ده.
په اوکراین کې په برید کې تر لسو زیات کسان ووژل شول.
زیلینسکي نن، یکشنبه (د می ۲۵مه) پر ټولنیزو رسنیو ولیکل، "د امریکا چوپتیا، په نړۍ کې د نورو چوپتیا، یوازې پوتین هڅوي."
روسیې دوهمه پرله پسې شپه پر اوکراین د توغندیو او ډرون الوتکو پراخ بریدونه وکړل. د می د ۲۵مې د شپې بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې یوې بلې حملې بندري ښار اوډیسا او پلازمینه کیېف په نخښه کړل او په دغو حملو کې لږترلږه ۱۵ کسان په پلازمېنه کیېف کې ټپیان شول.