د بلوچستان پرلتوال وايي حکومت دې د وېزې شرط ليرې کړي او پولیس دې یې نه په تکليفوي
د بلوچستان د چمن پرلتوال وايي پولیس دې یې نه په تکليفوي او ملګري دې یې نه نيسي. دوی نن (د مې په ۲۵مه) د کاربندیز په کولو سره وويل چې حکومت دې د پرلتوالو د نيولو پر ځای د چمن لاره د ټولو سوداګرو او ځايي اوسېدونکو لپاره پرانیزي. د پرلتوالو مشر صادق اڅکزي مشال راډيو ته وويل چې پولیس بايد د خلکو له ګرفتارۍ لاس واخلي.
هغه زیاته کړه: "زموږ لس ملګري یې نيولي وو. اول پولیسو دا نه منله چې هغه کسان یې نيولي دي خو ۱۲ ساعتونه وروسته یې ومنله. بیا یې ۹ کسان راخوشې کړل او پر يو یې د تمانچې درلودو تور پورې کړ.