شاه فهد وايي ښوونځي ته تلونکي ماشومان يې د سترګو په وړاندې ووژل شول
د شمالي وزیرستان په هورمز سيمه کې په ډرون بريد کې د وژل شويو ماشومانو پلار شاه فهد وايي چې د مې پر ۱۹مه سهار مهال يې ماشومان ښوونځي ته تلل چې ووژل شول. نوموړي د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې ډرون چلوونکي د کېمرې له لارې هر څه څاري او کنټرولوي يې، خو بيا يې هم بريد وکړ او د ده درې زامن او يو وراره يې ورووژل او دوه نور زامن او مېرمنه يې ورژوبله کړه. هغه زياته کړه چې په خپلو ماشومانو او مېرمنې پسې يې منډې وهلې، خو ډرون يې بيا هم د کور پر سر ګرځېده. شاه فهد وايي، د خپلو ماشومانو له جسدونو سره شپه...