ولسمشر ټرمپ پر اروپا د ۵۰٪ تعرفې د لګولو ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر ګواښ کړی، که اپل شرکت خپل آیفون موبایلونه په متحدو ایالتونو کې تولید نه کړي، نو پر ټولو اروپایي وارداتي توکو به ۵۰ سلنه مالیه او پر آیفون موبایلونو ۲۵ سلنه تعرفه ولګول شي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ، د جوزا په دوهمه، په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې د اروپایي اتحادیې په اړه لیکلي: «زموږ خبرې له هغوی سره هیڅ ځای ته نه رسیږي! نو ځکه زه د اروپایي اتحادیې لپاره د ۵۰ سلنې مستقیمې تعرفې وړاندیز کوم چې د روان کال د جون له لومړۍ څخه به عملي شي. پر هغه محصول به هېڅ تعرفه نه وي چې په امریکا...