لا هم په افغانستان کې د پخواني شوروي ۴۷ پوځیان پاته دي
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په مهال د جنګېدلو روسي پوځیانو د اتحادیې مشر وايي، لا هم د پخواني شوروي ۴۷ جنګي اسیران په افغانستان کې پاتې دي.
فرانڅ کلینڅویچ وویل، د روسیې ځانګړي خدمات، په تېره د روسیې امنیتي اداره (FSB)، دا موضوع تعقیبوي او د دغو اسیرانو برخلیک څېړي.
خو کلینڅویچ «اې آی ایف» خبري آژانس ته په مرکه کې ویلي چې دا ټول کسان نه غواړي بېرته روسیې ته ستانه شي، ځکه هغوی اوس په افغانستان کې کورنۍ لري.
د کلینڅویچ په خبره، له دې مخکې یو تن پخوانی شوروي سرتېری چې په افغانستان کې پاتې...