پاکستان وايي د طالبانو له حکومت سره يې د سفارتي اړیکو د لوړولو موافقه کړې ده
پاکستان ويلي دي چې حکومت يې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په "اصولو کې موافقه" کړې ده چې سفارتي اړیکې به لوړوي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان د مې پر ۲۳مه په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دا پروسه نور وخت ته اړتيا لري ځکه چې د دې لپاره د بېلابېلو وزارتونو ترمینځ مشورې کېږي.
اوس مهال پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شارژدافېیر (ناظم الامور) تر کچې سفارتي اړیکې لري.
تر دې وړاندې، د مې پر ۲۱مه په بیجینګ کې په افغانستان کې د طالبانو د...