د ډله ییز امنیت تړون سازمان له افغانستان څخه د ترهګرۍ د وراوښتلو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي
په داسې حال کې چې ځینې ګاونډي او سیمهییز هیوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او د هغوی د ګواښونو په اړه اندېښمن دي، د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) په دې وروستیو کې له دې ګواښونو سره د مبارزې لپاره د پروګرامونو د پیل اعلان کړی دی.