اسلام اباد د هند یو سفارتکار ته د پاکستان پرېښودو امر کړی
پاکستان وايي په اسلام اباد کې يې د هند سفارت یو ډېپلوماټ "ناخوښه کس" ګرځولی او امر يې ورته کړی دی چې په یوه شواروز کې دننه دې له پاکستانه ووځي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۲۱مه د دې خبر په ورکولو سره ویلي دي چې هندي سفارتکار ته یې د مشکوکو فعالیتونو له امله د شړلو امر کړی دی.
وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو لیکلي یې دي چې د هند د سفارت شارژدافېیره (ناظم الاموره) ګیتیکا سرویستاوا یې د مې پر ۲۱مه ورغوښتې وه او په رسمي ډول يې ورته د سفارت د یو ډېپلوماټ په اړه ورته ویلي ول چې په ۲۴ ساعتونو کې دې له پاکستانه ووځي.