د کراچۍ پښتانه ټرانسپورټران د سوځول شویو ګاډو معاوضه غواړي
د پاکستان په سيند صوبه کې پښتانه ټرانسپورټران له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی د سوځول شویو ګاډو معاوضه دې ورکړي ګنې ټول هېواد ته به د تېلو رسولو چارې بندې کړي.په سيند کې د ټرانسپورټ واګې تر ډېره د پښتنو په لاس کې دي او هغوی د هېواد نورو برخو ته په ټانکرونو کې تېل هم لېږدوي.
په کراچۍ کې د مېشتو پښتنو ټرانسپورټرانو د اتحادیو مشرانو د مې پر ۲۱مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سیند د نوشهرو فیروز په مورو سیمه کې د مې پر ۲۰مه بلوه ګرو مظاهرچیانو د پښتنو ۲۰ ګاډي په بشپړه توګه وسوځول او ۵۰ نورو ته یې جزوي زيان ورساوه.