ایران د پترولیم او ګازو په برخه کې له افغانستان سره صادراتو زیاتولو ته چمتو دی
د ایران د تیلو وزیر د طالبانو د کانونو او پترولیم له وزیر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د حکومت پالیسي یې دا ده چې له ګاونډي هیوادونو سره اقتصادي اړیکې ژورې کړي، په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو په برخه کې.
د ایران د تیلو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت وزیر محسن پاکنجاد د سې شنبې په ورځ له هدایت الله بدري سره د لیدو پر مهال وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او افغانستان ته د پترولو محصولاتو پر صادراتو، د کاري ځواک پر روزنه، د ګازو پر...