اوچا وايي، سږ کال یې څه باندې ۷ میلیون افغانانو ته مرسته رسولې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې باید ښځو ته د بشري مرستو رسیدل تضمین شي او هغوی باید د مرستو په رسولو کې خوندي او پوره ګډون ولري.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۷.۱ میلیونه افغانانو ته یو ډول بشري مرسته رسول شوې ده.
دا اداره وایي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېرو کسانو مرستې ترلاسه کړي، چې ۸۹ سلنه یې د خوړو مرستې وې.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا مرستې د ۲۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت له نويو مالي سرچینو...