ملابرادر له روسیې سره د تفاهم ۵ یادښتونه لاسلیک کړل
د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې ملاعبدالغني برادر پرون (جمعه) د کازان د نړیوال فورم په څنډه کې د روسیې د صدراعظم له مرستیال الیکسي اوفیرچوک سره په بېلابېلو سیکتورونو کې د تفاهم ۵ یادښتونه لاسلیک کړل.
د ملابرادر د دفتر پر اساس، یاد تفاهملیکونه د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت او د روسیې د ترانسپورت وزارت ترمنځ د ترانسپورت او ترانزیت په برخو کې د همکارۍ، د دواړو هېوادونو د سوداګري خونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د ځینو لویو خصوصي شرکتونو...