افغان پناه غوښتونکو په اندونیزیا کې لاریون کړی دی
په اندونیزیا کې یو شمېر افغانانو په اعتراض کې ویلي چې له خپل نامعلوم برخلیک ستړي شوي دي. دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو او له کډوال منونکو هیوادونو غواړي چې د کډوالو اړوند خپلې پالیسۍ بدلې کړي.
د چهارشنبې په ورځ (د مې ۱۴مه) د جاکارتا په ګډون د اندونیزیا په پنځو ښارونو کې دې اعتراض کوونکو له مسؤلو ادارو د خپلو غوښتنو په تړاو د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
جواد رباني، چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د اندونیزیا په ماکاسار ښار کې اوسېږي، ازادي رادیو ته یې وویل، په دغو اعتراضونو کې ګڼ شمېر افغانان د ملګرو...