د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تاتارستان ته لاړ
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت د یو پلاوي په مشرۍ نن چهارشنبې (د غويي ۲۴مه) د قازان په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته ولاړ.
د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی به د قازان په اقتصادي فورم کې د ګډون ترڅنګ، د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره هم وویني.
دغه ناسته چې د «روسیه ـ اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې جوړېږي، پرون سېشنبه د روسیې په قازان ښار کې، چې د تاتارستان پلازمېنه ده، پیل شوې او تر راتلونکې یکشنبې پورې به دوام ولري....