طالبانو په امریکا کې د افغانانو د موقتي خوندیتوب پای ته رسیدا مثبت ګام وباله
د طالبانو حکومت وايي، چمتو دی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي، چې په متحدو ایالاتو کې یې موقتي خوندیتوب پای ته رسیږي.
د امریکا حکومت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو د «موقتي خوندیتوب حالت» د مې پر ۲۰مه پای ته رسېږي، او دا پرېکړه به د جولای له ۱۲مې عملي شي. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا دا پرېکړه د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله شوې ده.
د دې پرېکړې د عملي کېدو په صورت کې زرګونه افغانان له امریکا څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخیږي.