ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو بېکاري او د خوړو نه خوندیتوب زیات شوی
نوریه نجفي زاده په بلخ ولایت کې د غالۍ اوبدلو د سکتور یوه متشبثه ده.
وایي، د غالۍ اوبدلو یوه لویه کارخونه لري خو په وروستیو کې یې د اقتصادي ستونزو له امله فعالیتونه کم شوي او اړ شوې چې یو شمېر ښځینه کارګرانې له دندو وباسي.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ په کارونو کې هم بدلونونه راغلي دي. د بودجې کمښت او د خامو موادو د بیو لوړوالی، د غالۍ اوبدلو په برخه کې د ښځو د بې کارۍ لاملونه دي، دا چې کارونه او پلور نشته موږ هم اړ شو چې یو شمېر ښځو ته ځواب ورکړو، موږ خپلې ښځینه کارګرانې ۳۵ سلنه کمې کړې دي."...