Владимир Ефимов: В столице появилось почти 70 уникальных гостиничных номеров по программе льготной аренды
سرچینې: طالبانو د "جنرال مبین" په نامه خپل یو ملاتړی په بند محکوم کړی دی "جنرال مبین" ته نژدې سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې هغه د طالبانو نظامي محکمې نیولی دی او په یو نیم کال بند یې محکوم کړی دی. جنرال مبین په ټولنیزو رسنیو کې یو جنجالي څېره او د طالبانو څرګند ملاتړی دی. دا سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وايي چې د "جنرال مبین" د نیولو او محکومیت لامل د طالبانو د حکومت د ځینو پالیسیو پر وړاندې د هغه انتقادي څرګندونې وې. په دې اړه نور جزئیات لا تر اوسه نشته او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. د هغه د نیول کېدو خبر څو واري مخکې هم ورکړل شوی و. Читать полностью...