د امريکا ولسمشر وايي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د مسلې د حل لپاره کار کولو ته تیار دی
د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي حاضر دی د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير د کشالې د حل لپاره کار وکړي.هغه د مې پر لسمه، پر خپلې ټولنیزې رسنۍ، ټروت سوشل، ليکنه کې د پاکستان او هند مشران وستايل چې په اوربند یې موافقه وکړه. نوموړي د هغو هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې ويل: "زه به له تاسو سره کار وکړم چې وګورو تر زر کلونه وروسته، د کشمیر په اړه يو حل راوتلی شي که نه."
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مې پر ۱۱مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ولسمشر ټرمپ د وړاندیز هرکلی کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د کشمير مسله...