پکتیا ته د خرلاڅۍ لار له ۷ میاشتو وروسته پرانیستل شوه
پر ډیورند کرښه د کورمې او پکتیا ترمنځ د خرلاڅۍ لار له اووه میاشتني ځنډ وروسته د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه.
د خرلاڅۍ د سوداګرو د ټولنې مشر سیدمُبین حسین پرون (جمعه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د مې له اتمې نېټې راهیسې د پاکستان له لوري افغانستان ته د سبزیو او نورو موټرو تګ پیل شوی دی.
پاکستان په کورمه کې د ۲۰۲۴ کال په سیپټمبر کې د فرقوي نښتو تر پیلېدو وروسته د خرلاڅۍ - پکتیا لاره تړلې وه.
له دې کبله د دواړو خواوو سوداګرو ته ډېر مالي تاوان اوښتی خو په ځانګړي ډول د کورمې اوسیدونکي، چې ډېره...