د کاتوليک کلیسا او د مسیحیانو نوی مذهبي مشر څوک دی؟
هغه په اصل کې د امريکا د شیکاګو اوسېدونکی دی، خو د خپل مذهبي ژوند زياته برخه یې د لاطيني امريکا په پېرو هېواد کې د یو مبلغ په توګه تېره کړې ده. نوموړی په ۲۰۲۳ز کال کې کارډینال شو، او تر اوسه يې ډېرې رسنیزې مرکې نه دې کړي.