روبيو شهباز شريف ته ويلي چې پاکستان او هند بايد "کړکېچ" کم کړي
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د پاکستان پر وزیر اعظم شهباز شريف ټينګار کړی چې هند او پاکستان بايد روان کړکېچ را کم کړي او له يو بل سره "نېږدې" کار وکړي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې روبيو د مې پر اتمه شهباز شريف ته ټېلېفون وکړ او زياته يې کړه چې امريکا د جنوبي اسيا حالت له نېږدې څاري او د سيمې سولې او ثبات ته ژمنه ده.
بيان پرمخ ليکي چې شهباز شريف له روبيو سره د خبرو پر مهال پر پاکستان د هند د میزایلي او ډرون بریدونو "په سختو ټکو غندنه" وکړه، چې له امله یې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل شوي دي.