د پاکستان خبرداری: د هند په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو غچ به واخلو
پاکستان خبرداری ورکړی چې د هند په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو غچ به واخلي. نوي ډیلي دا بریدونه په کشمیر کې د وسله وال برید په ځواب کې بللي دي.
اسلام آباد ویلي چې د پولې په اوږدو کې د هند په بریدونو او ډزو کې ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې نوي ډیلي د پاکستان په ډزو کې د لږترلږه ۱۲ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په شپه خپلو هیوادوالو ته په وینا کې وویل چې د هر وژل شوي کس د وینې غچ به واخیستل شي.
د هند پوځ ویلي چې د چهارشنبې په سهار یې د پاکستان...