د هند بریدونو په پاکستان او پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې ۲۶ کسان وژلي
اسلاماباد وايي، د هند راکټي بریدونو په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۶ ولسي وګړي وژلي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف، ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، دا برید "جګړهییز اقدام" بللی او ویلي یې دي هېواد یې پوره حق لري چې "قوي ځواب" ورکړي.
هند نن چهارشنبه سهار وختي (د ثور ۱۷مه / د مې ۷مه) اعلان وکړ چې د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ۹ ځایونه په نظامي بریدونو کې په نښه کړي دي.
دواړو اتومي وسلې لرونکو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ هغه مهال...