د پاکستان پوځ وايي د هند په بريدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۴۶ ژوبل دي
د پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري نن سهار (د مې پر اوومه) په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې هند د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شپږ ځايونه په نخښه کړي دي. د چودري په وينا، وژل شوي او ژوبل ټول ولسي وګړي دي.