Добавить новость

په بلوچستان کې یوې بمي چاودنې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، د پاکستان په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) د یوه ماین چاودنې کې اووه پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د بلوچستان د ازادۍ بښونکي پوځ (BLA) غړو، د امنیتي ځواکونو پر کاروان د کور بمي چاودنه کړې. دا برید د کچي سیمې ترڅنګ د مچ ښارګوټي په شااوخوا کې شوی دی. د بلوچستان د ایالتي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، هغه موټر چې په نښه شوی، د امنیتي عملیاتو لپاره د روان کاروان برخه و.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта