د سوریې موقت ولسمشر نن د فرانسې له ولسمشر سره ګوري د سوریې د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد موقت ولسمشر، احمد الشرع، به نن چهارشنبه (د ثور ۱۷مه) په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د جګړې وروسته د سوریې د بیا رغونې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي. الشرع، چې د "هیئت تحریر شام" اسلامپالې ډلې مشر دی، تېر کال د قوس په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد. دا یې د موقت ولسمشر په توګه لومړنی اروپايي سفر دی. نوموړی تر دې مخکې سعودي عربستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو. د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې،... Читать полностью...