ملګري ملتونه: اټکل دی چې په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته څه دپاسه درې نيم ميليونه کډوال ستانه شي ملګري ملتونه وايي تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې به دوه ميليونه افغانان له ايران او ۱.۶ ميليونه له پاکستانه، افغانستان ته ستانه شي.د ملګرو ملتونو د صحت نړیوالې ادارې د مې په پينځمه نېټه خپاره کړي راپور کې ويلي چې د اپريل تر ۲۶مې پورې ۱۹۰۰۰۰ (يو لاک نوي زره)، افغان کډوال له پاکستان او ايرانه، افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغې ادارې په وينا افغانستان ته په ننوتونکو ځينو مرکزي لارو کې یې روغتيايي ډلې ناستې دي او ورتلونکو کډوالو سره د دوایانو او واکسینو مرسته کوي. د صحت نړيوالې ادارې ويلي چې د خپلو کوښښونو باوجود هم کډوال نورو ډېرو مرستو ته ضرورت لري. Читать полностью...
«Меня не пускали люди, которые „оберегали“ его»: Волочкова рассказала о последней встрече с Григоровичем