په پاکستان کې د رسنیوو د حقونو اداره وايي خیبر پښتونخوا د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه صوبه ده
په پاکستان کې د خبريالانو حقونو لپاره کونکي تنظيم فريډم نيټورک وايي خيبرپښتونخوا د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه صوبه ده.هغه نيټورک د رسنيوو د ازادۍ د ورځې (د مې دويمه) په نسبت خپاره کړي راپور کې ويلي چې په تېر يو کال کې په پاکستان کې ۵ خبریالان وژلي شوي او پر رسنيوو د حکومت لخوا قدغنونه زیات شوی دي. د هغې ادراې مشر اقبال خټک د مې پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د رسنيوو وجود له خطر سره مخ دی.
د هغه په وينا پر خبریالانو مقدمې درجول او هغوی ځورول د رسنیوو ازادي تروړي. نوموړي زیاته...