د بلوچستان په کلات کې وسله والو ۵ پولیس تښتولي او ګڼې دولتي ودانۍ یې سوځولې دي
وسله والو د بلوچستان د کلات ضلعې په منګوچر کې حکومتي دفترونه سوځولې، ۱۰ قیدیان یې له بنده خوشې کړي او ۵ پولیس سرتېري یې تښتولي دي.د کلات ضلعې دکمېشنر دفتر یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د مې پر څلورمه، مشال راډيو ته وويل چې د تېرې جمعې او شنبې په منځنۍ شپه وسله والو حمله وکړه او نه یوازې د ګډاني د مرکزي زندان ۱۰ بندیان یې خوشې کړل بلکې ۵ پولیس يې وتښتول. د هغه په وينا دا پېښه هغه مهال شوې چې قیدیان کوټې ته لېږدول کېدل.
هغه چارواکي زياته کړه چې له ۱۲ څخه زیاتو وسله والو د منګوچر په...