د نړیوالو مذهبي ازادیو امریکايي کمیسیون د افغانانو د بېرته ستنولو په خاطر د پاکستان د اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې ده
له پاکستانه افغانستان ته له ګواښ سره مخامخ افغانانو د جبري ایستلو په اړه تر اندیښنو وروسته، د نړیوالو مذهبي ازادیو په چارو کې د متحده ایالاتو کمیسیون (یو اس ای ار اف) وایي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د بیرته ستنولو لپاره د پاکستان د حکومت "چټکو او روانو اقداماتو" په اړه اندیښنه لري.
دغه کمېسیون په خپله ویب پاڼه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې، د دې کمیسیون د مشر سټیفن شنک په حواله ویلي چې "په افغانستان کې د هغو کسانو لپاره چې له اسلامه د طالبانو له سخت دریځي تعبیر سره سلا نه...