Добавить новость

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال کې د وچکالۍ د زیان لپاره  ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ له کبله له رامنځته شویو شرایطو سره د مبارزې لپاره ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي. دا خبره د ملګرو ملتونو ویاند سټیفتن دوجاریک پرون (پنحشنبې) وکړه. د سرمنشي ویاند، وویل: «دا نوې بودجه هم لومړنۍ او هم تر ټولو لویه ګډه مرسته ده چې په افغانستان کې د وچکالۍ پر وړاندې د مخنیوونکو اقداماتو ملاتړ کوي.» په دې پیسو کې ۶.۶ میلیون ډالره د عاجلو مرستو د مرکزي صندوق (CERF) له خوا او ۱۰ میلیون ډالره د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه ورکول کېږي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта